د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روژې د مبارکۍ میاشتې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او دغې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې تاوتریخوالی کم کړي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ټولو افغانانو ته په کار ده چې په ګډه په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي څو دا جګړه ځلی هېواد تلپاتې او عادلانه سولې ته ورسېږي. عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د افغانانو برحقه غوښتنه ومني او سولې ته د ریښتینې ارادې څرګندولو په موخه دې په روژه میاشت کې اوربند وکړي. د ویلو ده چې ولسمشر غني هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو بیا په وار وار د افغان چارواکو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به د مېز پر سر خبرې کېږي.
































