د پوهنې وزارت پر کمکاریو نیوکې ډېرې شوې دي. په وروستیو کې په رسنیو کې په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو د کمښت په اړه راپورونه خپرېږي چې په دوام یې نن د ولسي جرګې ګڼو غړو هم پوهنې وزارت کې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې. د ولسي جرګې غړي وایي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښوونځي د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي او د پوهنې وزارت نه دی بریالی شوی چې دغه ستونزه حل کړي. د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال وویل چې د افغانستان د راتلونکې لپاره تر ټولو مهمه برخه ښوونځی او زده کړې دي خو د پوهنې وزارت او په مجموع کې افغان حکومت په دې تړاو بې پروا دی او د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ راز اقدام نه دی کړی. نوموړي د پوهنې وزارت چارواکي په کمکارۍ تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت دې ژر تر ژره د پوهنې په برخه کې د روان ناورین مخنیوی وکړي.
































