پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه ولایت کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او هغه یې د بشر ضد جنایت بللی دی. د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا دلته روانه جګړه د پردیو د ګټو جګړه بلل شوې ده او پر دواړو افغاني لورو غږ شوی دی چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني او د جګړې پر ځای دې ژر تر ژره د سولې پروسه چټکه کړي. حامد کرزي ټینګار کړی چې روانه جګړه یوازې د افغانانو د تباهۍ جګړه ده چې ګټه یې ددې هېواد او ملت سرسخته دښمنانو ته رسېږي. تېره ورځ ناوخته په فراه ولایت کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
































