مخکښ امریکایي سناتور او د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړی لیندسي ګراهام له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه احمقانه بولي. نوموړي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له څرګندونو څو ساعته وروسته ویلي چې دا پرېکړه حیرانوونکې ده او د امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري. هغه ویلي له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل احمقانه دي په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې جګړې نه دي ختمې شوې او ترهګرې ډلې تر پخوا پياوړې شوې دي. ګراهام وایي په افغانستان کې لا هم داسې ډلې شته دي چې د سرتېرو له ایستلو وروسته به امریکا او ملګرو ته یې خطرونه متوجه کړي. هغه ویلي امریکا باید په سیمه کې شته حساسیتونو ته په پام د ترهګرۍ ضد جګړې واحدونه ولري او اجازه ور نه کړي چې له دې ځایه نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.
































