د جاپان لومړي وزير سوګه يوشيهدي د اپريل په ۱۳مه نېټه د کابينې غونډې په جوړولو سره پرېکړه وکړه چې سمندر ته د فوکوشما په لومړي ذروي برېښناکوټ کې ذخيره شوې ککړې اوبه وباسي چې عمومي اندازه به له يو مليون ټنو څخه واوړي. د جاپان حکومت ويلي چې دا به د انسان پر روغتيا او چاپېريال منفي اغېزه و نه کړي.
خو په حقيقت کې به د دغه عمل له امله نه يوازې جاپان، کوريا جمهوريت، چين او روسيې په شمول اسيايي هېوادونه له سختو ذروي ککړتياوو سره مخ کړي، بلکې ټولې نړۍ ته به بې سارې زيانونه ورسوي. د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د سختې زلزلې او تسونامي په اثر د فوکوشما په لومړي ذروي برېښناکوت کې ۳ رياکتورونه ويجاړ شول. جاپان حکومت د لا سختو ناورينونو د مخنيوي لپاره په پر له پسې توګه رياکتورونو ته اوبه ورکړې څو شاوخوا تودوخه ټيټه شي. خو د اوسنۍ تخنيکي سويې په محدوديت سره له دغو ککړو اوبو څخه د tritium په نوم ذوري مواد نه لرې کېږي. په داسې حال کې د فوکوشما په لومړي ذروي برېښناکوټ کې تر اوسه څه باندې۳۵.۱ميليونه ټنه ککړې اوبه ذخيره شوې او هره ورځ ۱۴۰ ټنه هم پکې زياتېږي. د اټکل له مخې، د راتلونکي کال په مني کې به د ککړو اوبو عمومي اندازه ۱.۳۷ ميليونو ټنو ته ورسېږي چې دا به د ذخيره کولو له تر ټولو زياتې اندازې سره برابره وي. د جاپان د شينې سولې په نامه يو غير حکومتي ارګان يو مسؤل څرګنده کړه، که څه هم جاپان وتونېږي چې په شاوخوا سيمه کې د ککړو اوبو د ذخيره کولو لا زيات سامان الات جوړ کړي، خو کابينې په دې اړه تر ټولو ارزانه لار غوره کړې چې داسې ککړې اوبه سمندر ته وباسي.
د ساينسپوهانو د اټکل له مخې، د دغو ککړو اوبو له ايستلو نه په راتلونکو ۵۷ ورځو کې به په ککړو اوبو کې موجود ذروي مواد د ارام سمندر زياتره برخې ته ورسېږي او تر ۳ کلونو وروسته به امريکا او کاناډا هم پر ذروي موادو ککړ شي.
د جاپان حکومت ياده پرېکړه په مختلفو ټولنيزو رسنيو کې د بې شمېره کسانو د خپګان او کرکې سبب شوې ده. ځينې وايي چې جاپاني حکومت ډېره بده پرېکړه کړې. ځينې حتی دا پر ټولې نړۍ د جاپان يو ذروي بريد بللی. د نړۍ مختلفو هېوادونو په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.
جاپان ته نژدې چين او کوريا جمهوريت له دې سره ټينګ مخالفت څرګند کړ. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۳مه نېټه ويلي، سره له دې چې د ستونزې د حل لپاره نورې تخنيکې لارې چارې هم موجودې دي، جاپاني حکومت لا هم د کورني او بهرني مخالفت سره سره او له شاوخوا هېوادونو سره له سلامشورې پرته پرېکړه کړې چې ذروي ککړې اوبه سمندر ته وباسي. دا بيخې غير مسؤلانه کړنه ده چې د ټولې نړۍ پر روغتيايي امنيت او د شاوخوا هېوادونو خلکو پر ګټو به سخته اغېزه وکړي.
د کوريا جمهوريت صدر اعظم چونګ سي کيون په ۱۳مه نېټه پر فېسبوک باندې داسې ليکلي، د جاپاني حکومت دغه پرېکړه به د شاوخوا هېوادونو خلکو ګټو ته سخت زيانونه ورسوي، نو ځکه دا پرېکړه د منلو نه ده. کوريا جمهوريت له دې سره ټينګ مخالفت کوي.
لويديځه نړۍ په دې اړه تر ډېره چوپه ده خو ځينې ډېرې عجيبې څرګندونې کوي. عجيبه خبره دا ده چې د امريکا خارجه وزير انتوني بلينګن حتی پر ټويټر له جاپان څخه مننه څرګنده کړه چې د فوکوشما په لومړي ذروي برېښناکوټ کې د ککړو اوبو ستونزې د حل لپاره زيات څرګند او روښانه کارونه کړي. په داسې حال کې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رافيل ګروسي د جاپاني حکومت د يادې پرېکړې هرکلی څرګند کړ.
نو دا ولې؟
امریکا غواړي چې چين ته د ده په ګاونډ کې يوه مخالفه ډله جوړه کړي. دا چې جاپان په اسيا کې د امريکا تر ټولو وفادار ملګری هېواد دی، ځکه له چين سره د مخالفت په موخه جاپان د امريکا لپاره يو غوره انتخاب دی. د رسنيو د خبر له مخې، ټاکل شوې د جاپان لومړی وزیر سوګه يوشيهدي به له ۱۵مې نه تر ۱۸مې پورې له امريکا څخه رسمي ليدنه وکړي.
دوهم، د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د معلوماتو له مخې، امريکا، جرمني، برېتانيا او فرانسې له ۱۹۴۶ کال نه تر ۱۹۹۳ کال پورې موده کې سمندر ته څه باندې ۲۰ ټنه ذروي کثافات اچولي. له ۱۹۴۶ کال نه تر ۱۹۵۸ کال پورې موده کې امريکا په ارام سمندر کې ۲۸ ذروي ازموينې تر سره کړې چې لږ تر لږه ۶ اوبتلونه سمندر ته ډوب شوي دي.
د معلوماتو له مخې، جاپان د چاپېريال ساتلو او د کثافاتو د تصنيف په برخو کې د نړۍ ډېر پرمختللی هېواد دی. په دغه هېواد کې يو بوتل دې په څو برخو ويشل کېږي او په جلا جلا توګه پرېږدي.
































