د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي، په کانګرس کې یې د جمهوري غوښتونکو په ګډون د ګڼو نورو سناتورانو توند غبرګونونه راپارولي دي. په سنا کې د لږکیو مشر مکمکانل وایي چې د بایډن دا پرېکړه به ناورین ته لار اواره کړي. هغه زیاته کړې چې په بېړه له افغانستان څخه د سرتېرو وتل به نه یوازې افغانستان بلکې د امریکا امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي. نوموړي څرګنده کړې چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي ځواکونو ایستل یوه لویه تېروتنه او له دښمن څخه د شاتګ په مانا ده.
































