وروسته تر هغه چې امریکایي رسینو تر راتلونکو څو میاشتو پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو خبر ورکړ، په کور دننه او امریکا کې یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني دې خبر ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل د افغانانو یوه پخوانۍ غوښتنه ده خو په خبره یې، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو تر اوسه پورې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره نه ده. رحماني زیاته کړې چې په اوسني بد امنیتي وضعیت کې د امریکایي سرتېرو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ستون کړي.
































