په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي. د یادې ادارې له لوري په خپاره شوي تازه راپور کې راغلي چې سږکال د تېر کال همدې مودې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۲۹ سلنه ډېروالی ښیي. راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۱ سلنې مسوولیت پر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو اچول شوی او د ۲۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول یې بیا افغان دولت بلل شوی دی. افغان دولت تر اوسه یاد راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی او افغان دولت یې د ډېری ولسي مرګ ژوبلې مسوول بللی دی.
































