د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا له لوري د سرتېرو تر ایستلو وروسته به ناټو هم له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړي. یاد اژانس د یو لوړپوړي الماني چارواکي له خولې ویلي چې په ډېر احتمال به ناټو ځواکونه هم د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه له افغانستان څخه ووځي. راپور کې دغه راز د المان د دفاع وزیرې انګرت کرامي کارنباور له خولې راغلي چې دوی له امریکا سره یو ځای افغانستان ته تللي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي. په همدې حال کې بریتانیا هم ویلي چې دوی به هم د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
































