افغان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري. بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په تازه څرګندونو کې ویلي دي له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې به خپلو سرښندنو ته ادامه ورکوي. هغه ویلي امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي او دا به له هېواد ددفاع پر پروسې هېڅ راز منفي اغېز و نه کړي.
































