د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له خپلو ټولو غړو او متحدینو سره تر سلا مشورو دې پرېکړې ته رسېدلي چې نور به د مې له لومړۍ نېټې له افغانستان د خپلو سرتېرو ایستل پيلوي. دده په خبره ناټو له امریکا سره یو ځای افغانستان ته تللې وه او یو ځای به له دغه هېواد وځي. د ناټو سازمان د سرتېرو د ایستلو د اعلان تر څنګ ویلي دا په دې مانا نه ده چې دوی به افغانستان یوازې پرېږدي بلکې ددغه هېواد تر څنګ ولاړ دي او د افغان پوځ روزنې ته به ادامه ورکوي. د ناټو عمومي منشي همدا راز خبرداری ورکړی چې که یې په دې موده کې په افغانستان کې پر ځواکونو بریدونه وشي نو سخت عکس العمل به وښيي او بریدګرو ته به یې ځواب ورکړي.
































