امریکا د ایران وروستۍ پرېکړه چې ویلي یې وو ۶۰ سلنه یورانیم به غني کوي غندلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي ایران تمه لري چې له دغه هېواد سره مذاکرات وشي خو دوی داسې تحریکوونکي حرکات ترسره کوي چې د مذاکراتو پر بهیر به منفي اغېز وکړي. هغه زیاته کړې چې امریکا د ایران تازه اقدام غندي او پر وړاندې یې جدي ده. ایران بیا ویلي چې دوی د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د چاودنې په غبرګون کې چې مسوول یې اسراییل دی د خپلو یورانیمو د غني کولو خالصه سلنه لوړوي. د ایران په وینا دوی به له دې وروسته د شپېته سلنې خالصو یورانیمو د غني کولو چارې پيلوي.
































