روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان وتلي وای، خو اوس یې چې د دوحې هوکړه نقض کړې ددې احتمال شته چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شې. روسیې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې امریکایي ځواکونه دې د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان ووځي.
































