د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا سي ای اې وایي چې له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي. د سي ای اې مشر ویلیم برنز د امریکا سنا ته ویلي چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي. هغه ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.
































