د امریکا ددفاع وزیر وایي د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره سیمه کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي. آسټین مېلر په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده خو دا په دې مانا نه ده چې ترهګرو ته به د فعالېدو او پرمختګ اجازه ورکوي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي د افغانستان په ګډون له هر هېواد چې امریکایي ځواکونه وځي، خو د اړتیا په صورت کې په بېړه اقدام کولی شي. هغه زیاته کړې د نړۍ پر سر داسې ځای نشته چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې امریکا یا ملګري یې هغه ځای ته و نه شي رسېدلی او خطر له دفع نه شي کړلی. آسټین مېلر ټينګار کړی چې دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو پر ضد پر وخت اقدام کوي.
































