په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر الکساندر په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده. هغه ویلي د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي. نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي. هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په پار فشارونه ډېر کړي.
































