د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، دوی پرېکړه کړې ده چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو ټینګار یې کړی دی چې دا په دې مانا نه ده چې د ځواکونو له وتلو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې هم ختمېږي. نوموړي زیاته کړې، د سرتېرو تر وتلو وروسته به د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي او په بېلو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوام پیدا کوي. انټوني بلینکن دا څرګندونې په کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي. بلینکن نن کابل ته راغلی دی او دلته یې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د ویلو ده چې کابل ته د نوموړي د سفر موخه پر افغان سوله او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې بللې شوې دي.
































