فارن پالیسي له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته په اشارې یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان اسانه خبره ده، سخت کار اوس پیلېږي. راپور کې وړاندې راغلي، سخت کار دا دی چې اوس باید د سولې بهیر ژوندی وساتل شي او اجازه ورنه کړل شي چې دغه بهیر له ننګونو سره مخ شي. راپور کاږي، پر طالبانو باید فشارونه ډېر شي څو له افغان دولت سره رغوونکې مذاکرات وکړي او دواړه لوري له فرصت څخه په استفادې خپل هېواد تلپاتې سولې ته ورسوي. د راپور په یوه برخه کې راغلي، د ځواکونو ایستلو خبرې ته ډېری خلک وارخطا دي، خو د لیکوال په باور دا د ځواکونو ایستل دي، انزوا نه ده خو بې شرطه د ځواکونو وتل به په افغانستان کې د دولت جوړونې هڅې له ګواښ سره مخ کړي.
































