طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده. د طالبانو له لوري په خپره کړل شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده. خبرپاڼه کاږي چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي. طالبانو دغه راز ټینګار کړی دی چې امریکا شوې هوکړه تر لس ځلې ډېره نقض کړې ده، دا چاره طالب جنګیالیو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي او د بدو عواقبو پړه به یې هم د امریکایي لوري پر غاړه وي.
































