د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون ماښام په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي. نوموړي وویل افغانستان کې کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده. بلېنکن دا څرګندونې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي. نوموړي ویلي که طالبان د دوحې تړون خلاف پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي نو د امریکا لخوا به ورته سخت ځواب ورکړل شي. هغه زیاته کړې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه د ګاونډیانو او سیمه ییزو ځواکونو په ګټه هم نه ده، ځکه هغه حالت کې به د کډوالۍ ناروین، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق خطرونه پیدا شي. بلېنکن دغه راز ویلي چې افغانستان اوس د شلو یا لسو کالو پخوا هېواد نه دی او د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو د ختمولو په معنا نه دي.
































