امریکايي چارواکو له دغه هېواد څخه د لسو روسي دیپلوماتانو د اخراجولو خبره کړې ده. همدا راز ويل شوي چې پر يو شمير روسي اتباعو هم بندیزونه لګول شوي دي. دا بندیزونه د کريملن له خوا د تیر کال د هيکري بريد د سرغړونو په ځواب کې وضع شوي دي. د امريکا د ولسمشر جو بايدن ادارې تر دې مخکې خبرداری ورکړې وو چې د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به د لاس وهنې او پر څو امريکايي ادارو د هيکري بريدونو له کبله له کريملن څخه ځواب وغواړي او هغه بايد حساب ورکړي. د امريکا په دې اقداماتو کې پر شپږو روسي شرکتونو چې د حکومت سره د سايبري فعاليتونو په برخه کې په همکارۍ تورن دي، بندیزونه شامل دي. پر دې سربیره ۳۲ نور روسي اتباع او ادارې تورنې شوي چې د امريکا د تېر کال په ټاکنو کې يې مداخله کړې ده او پر نورو سربېره یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.
































