امریکا وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري. امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري. بل خوا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي. سلیوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.
































