د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۱ میلیونه ډېر کسان په کرونا وبا اخته شوي او تر ۵۶۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۸ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۹۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۵ زره او ۹۳۷ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۶۵زره او ۴۴۴، په مکسیکو کې ۲۱۱زره او ۲۱۳، په هند کې ۱۷۳زره او ۱۲۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۴۳۸، په ایران کې ۶۵ زره او ۶۸۰ او په پاکستان کې ۱۵ زره او ۵۹۴ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.
































