له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریک ویلي، حالاتو ته په کتو به یې ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي. نوموړي ویلي، ښکاره خبره ده چې د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هېواد خپل اغېز ولري. له بلې خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې. نوموړي ویلي، په راتلونکي کې هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار کوي. میولر ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري. امریکا او د آلمان په گډون د ناټو متحدین غواړي د مې مياشتې په پیل کي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړي.
































