ولسمشر غني ویلي چې افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی. نوموړي تیر ماښام د اذربایجان په کوربتوب د نظامي ګنجوي بین المللي مرکز په ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې د سقوط په مرحله کې نه یو، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي. ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت یادې پرېکړې ته درناوی لري او په وینا د دغه بهیر په ترسره کېدو کې به لازمه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال له یوې خوا د سولې پروسې د نوي روایت، سیمه ییز اتصال او همکاریو او له بلې خوا له سیمې ورهاخوا د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې قرار لري. په وینا یې د تروریزم او جرمي شبکو څخه د رامنځته شوي بحران مدیریت لپاره باید له افغانستان سره د تېر په څېر همکاري دوام وکړي.
































