امریکا وایي د سرتېرو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده او د سپټمبر تر یوولسمې به دغه سرتېري وځي. نوموړي ویلي دوی په دې موده کې تمه لري چې پر سرتېرو یې هېڅ ډول ترهګریز برید و نه شي، خو که له داسې کومې پېښې سره مخ شي په پوره قوت به سخت ځواب ورکړي. کربي همدا راز ویلي دوی په افغانستان کې د طالبانو ټول فعالیتونه څاري او په خبره یې امریکا هېڅ وخت له دې غافله نه ده چې وضعیت کوم لوري ته روان دی. نوموړي ویلي چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او اوس امریکايي چارواکي پر دې کار کوي چې له افغانستان سره په راتلونکې کې کومې امنیتي همکارۍ کولی شي. هغه ټینګار کړی چې دوی به له افغان پوځ او افغان حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو په دغه هېواد کې به پوځي حضور و نه لري بلکې پر ځای به یې ديپلوماتیک حضور پیاوړی شي. کربي په افغانستان کې د ځينو هېوادونو راتلونکې لاسوهنې هم اندېښمنوونکې وبللې خو تمه یې ښوودلې چې افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
































