په تېرو دوولسو کلونو کې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۳۱ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي جګړې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند لپاره تر ټولو ستر خطر دی او دلته د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه ملکي افغانانو ته اوړي. ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي په تېرو ۱۲ کلونو کې جګړو تر ۳۱ زره د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی دی او تر ۶۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي. دده په خبره په وژل شوو کې تر څلور زره ډېر ماشومان او د دوه زره په شاوخوا کې مېرمنې شاملې دي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د خپل ولس غږ واوري، له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي او پر ملکي وګړو جوړ کړی ناورین پای ته ورسوي.
































