ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی دی او ۲۰ بندي سرتېري یې له دې زندان خوشي کړي دي. په دې کې ۱۷ کسه د ملي اردو سرتېري او درې کسه یې د ملي پولیسو غړي دي. ملي دفاع وزارت دغه راز وايي چې د طالبانو د زندانونو ماتولو لړۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي له دغه ډلې سره بندي افغان سرتېري او عام وګړي راخوشي کړي.
































