د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په ایستلو کې ځنډ د لوژستیکي ستونزو له امله نه، بلکې د سیاسي دلایلو له امله رامنځته شو. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې په هر ډول شرایطو کې له افغانانو سره د سولې روانې خبرې ونه ځنډوي او د خبرو اترو له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. حکمتیار وویل طالبانو ته یې مشوره دا ده چې که د سولې اراده لري او یا هم جګړې ته دوام ورکوي مذاکرات باید ونه درول شي، ځکه دغه مذاکرات له افغانانو سره دي نه له امریکا سره.
































