روسيې ویلي د امریکا د بندیزونو په ځواب کې به دوی هم د امريکا لس تنه د سفارت کار کوونکي وباسي او د امریکا پرضد به نور ګامونه هم پورته کړي. د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د سربيا د بهرنيو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې دغه اعلان کړی دی. هغه ويلي د امریکا د سفارت لسو کار کوونکو ته ویل شوي چې له دغه هېواده ووځي. سرګي لاوروف ویلي، په اته لوړ پوړو امريکايي چارواکو يې روس ته په سفر بندېز هم لګولی چې پکې څارنوال، د بايډن د کورنيو پاليسیو سلاکار هم شامل دی. روسيې ویلي د امریکا سره به هغه تړون هم لغوه کړي چې له مخې يې د امریکا سفارت کار کوونکي په ازاده توګه په روسیه کې تګ راتګ وکړي. روسيې دغه اقدام وروسته له دې وکړ چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکا په تېر ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې په تور په روسيې بندېزونه لګولي وو. خو روسيې دغه تورونه رد کړي دي.
































