نېشنل ریویو خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه خورا خطرناکه ده. مطلب کاږي، چې جو بایډن اوس د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د کرېډیت ادعا کولی شي خو ددې کار د بدو پایلو منفي عواقب به هم د ده پر غاړه وي. د خپرونې په باور له افغانستان څخه د ځواکونو بې قید او شرطه ایستل یوازې یوه سیاسي پرېکړه ګڼل کېدای شي. د مطلب وروستۍ برخه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن له لوري د پاتې پوځیانو د ایستلو لپاره د سپټمبر ۱۱مه نېټه د طالبانو او القاعده له لوري د ګواښ د ارزونې پر بنسټ نه ده ټاکل شوې او دا پرېکړه به ډېرې بدې پایلې ولري.
































