په افغانستان کې د سولې راتګ او جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه راوستل شي. په کابل کې د برېټانیا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر پخپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې په ښکاره توګه د پاکستان نیابتي جګړه روانه ده. دده په وینا پاکستان به تر هغه دې جګړې ته ادامه ورکوي چې د نړیوالو له فشارونو سره نه وي مخ شوی. هغه وایي ددې لپاره چې د سولې روانه پروسه بریالۍ کړل شي نو ښه به وي چې پر پاکستاني جنرالانو په راولپینډۍ او اسلام اباد کې فشارونه ډېر شي او دوی د جګړې له مالي او نظامي ملاتړ راوګرځول شي.
































