د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې تر ډېره په سیمه کې پر روان وضعیت، د سولې پر خبرو او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي. شنکر ویلي چې دوی د افغان سولې د روان بهیر بشپړ ملاتړي دي او تمه لري چې مذاکرات افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي. دواړو لورو همدا راز ټینګار کړی چې په بېلو برخو کې به همکارۍ ډېروي او د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره به کار کوي.
































