په روسیه کې د پوتین مشهور سیاسي مخالف الکسي ناولني د مرګ له ګواښ سره مخ دی. د ناولني ډاکټرانو ویلي چې نوموړي ته په زندان کې اړین روغتیايي خدمات نه رسول کېږي نو که وضعیت همداسې دوام کوي په راتلونکو ورځو کې یې د زړه د درېدو امکان شته دی. ډاکټرانو د روسیې له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د ناولني قانوني حقوقو ته درناوی وکړي او روغتیایي اسانتیاوې ورته برابرې کړې. ناولني د پوتین د حکومت ستر منتقد دی چې له اتلسو ورځو راهیسې یې اعتصاب کړی دی او وایي چې حکومت یې غوښتنو او اساسي حقوقو ته درناوی نه کوي. د بشري حقونو فعالو بنسټونو هم له روسي حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې د ناولني لپاره اړین روغتیايي خدمات برابر کړي.
































