ولسمشر غني امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی. نوموړي ویلي، چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي. ولسمشر غني دغه راز ویلي، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده. نوموړي د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې ویلي، د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، که افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم ناارامه وي او که پاکستان زموږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي. ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې ویلي، که طالبان سوله کوي، زموږ غېږه ورته پرانیستې او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.
































