وروسته تر هغه چې د افغان حکومت د تمې پر خلاف بایډن تر سپټمبر پورې د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ، افغان حکومت په دې لټه کې دی چې وکړی شي د سرتېرو تر وتلو وروسته وضعیت کنټرول کړي. ولسمشر غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي او تر څنګ یې له دغو سرتېرو سره د وتلو په برخه کې همکاري کوي. همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر خبرو بوخت دی او هڅه کوي چې د دوی ملاتړ خپل کړي.
سره له دې چې ټرمپ غوښتل افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي، خو په ناڅاپي توګه یې د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړې په افغان حکومت کې چارواکي حیران کړل. بایډن ویلي چې د سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ شرط نه لري او نه هم د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړي. امریکایي رسنیو ته په سپینه ماڼۍ کې سرچینو ویلي چې بایډن د سرتېرو د حضور یا ایستلو په اړه ان د لوړپوړو امریکایي نظامیانو مشورو ته هم ارزښت ور نه کړ. دا غونډه چې شاوخوا لس ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې شوې وه، ان د امریکايي پوځ لوی درستیز ته د بايډن له لوري ویل شوي چې د خپلو سرتېرو ایستل په شرایطو پورې نه تړي.
اوس تازه ولسمشر غني ویلي چې دوی د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره منظم پلان لري. ولسمشر ځينو امنیتي منسوبینو ته په ارګ کې د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې بشپړ تیاری درلود او دوی به مرسته کوي چې دغه سرتېري په منظمه توګه له افغانستانه ووځي. ولسمشر غني د بهرنیو سرتېرو وتل د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو مهم فرصت بللی دی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې همدا راز یو ځل بیا پر پاکستان هم د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه، پاکستان باید په دې پوه شي چې افغانستان ته د سولې راتګ د دوی او ټولې سیمې په ګټه دی. بلخوا د ولسمشر ویانده بیا ادعا کوي چې حکومت له میاشتو راهیسې د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره تیاری درلود او اوس هم له دغه بهیر سره همکاري کوي. د ولسمشر د ویاندې فاطمې مورچل په وینا: «جمهور رییس غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی. موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لرو او د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بېطرفي ثابته کړي.»
له دې ورهاخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو له ډيپلوماتیکو سرچینو او بهرنیو چارو وزیرانو سره په اړیکه کې دی. هغه په نږدې ورځو کې د ایران، پاکستان او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي. حنیف اتمر ته د هند د بهریو چارو وزیر ویلي چې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او تمه لري چې دلته د سولې روانه پروسه ژر تر ژره بریالۍ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي وو چې د امارت راګرځېدل د سیمې او افغانستان په ګټه نه دي، نو ځکه دوی هڅه کوي چې د سولې له بهیر په ملاتړ سره افغانستان ته یوه دایمي سوله راولي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې دوی د استانبول په غونډه کې ګډون کوي او هلته به له اتمر سره ګوري او هڅه کوي چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.
له دې ټولو سره بهرنۍ رسنۍ په دې باور دي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان په کورنۍ جګړه کې راګیر شي او طالبان به د افغان حکومت پر ضد خپلو عملیاتو او جګړو ته ادامه ورکړي. ځینې ان په دې باور دي چې ښايي د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې افغان حکومت د رامنځ ته کېدونکي وضعیت د مدیریت وړتیا ونه لري، هغه څه چې افغان حکومت یې ردوي.
































