د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سرتېرو په ایستلو کې د ځنډ له امله د بایډن پر حکومت نیوکه کړې ده. ټرمپ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د سرتېرو ایستل ممکن دي نو له همدې امله باید د بایډن اداره ژر تر ژره ټول سرتېري له افغانستان وباسي. د ټرمپ په خبره هېڅ داسې دلیل نشته چې پر بنسټ یې دې امریکايي عسکر تر سپټمبر پورې په افغانستان کې وي نو له همدې امله باید ژر تر ژره له دغه هېواد خپل سرتېري وباسو. ټرمپ دا هم ویلي چې د ۱۹ کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور کافي دی او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد ووځو. بایډن په خپله اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر ۱۱مې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي، خو د دوحې د هوکړې له مخې باید د مې تر لومړۍ نېټې ټول امریکایي عسکر له افغانستان وتلي وای.
































