د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په دوام د بهرنیو چارو وزارت تازه په کابل کې د چین، روسیې او ځینو نورو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب په کابل کې د روسیې له سفیر دیتمري ژیرنوف سره کتلي دي او د افغانستان پر سوله یې بحثونه کړي دي. روسي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات ملاتړي دي او دغه هېواد ته به د سولې په راوستو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د افغانستان سوله ټولې سیمې ته سوله او ثبات راوستلی شي. هغه ژمنه کړې چې د سولې په اړه به د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې خپلې همکارۍ ډېروي.
































