افغان سیاسیون وايي، افغان حکومت او طالبان باید د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې یو سیاسي توافق ته ورسېږي او هیواد ته یوه تلپاتې سوله راوړي.
پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه اعلان کړې ده.
هغه دا خبرې پرون په هرات کې هغه غونډې ته وکړې، چې د نوموړي په کور کې د مجاهدینو د بریا د نمانځنې په موخه جوړه شوې وه.
دې غونډې ته پر جهادي قمندانو سربېره ډېر نور وګړي هم راغلي وو، چې له ډېریو یې سره وسلې هم وې. دا لومړی ځل نه دی چې په عامو غونډو کې له خلکو سره وسلې لیدل کېږي؛ بلکې له دې مخکې هم د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې محلي قمندانو خپل نظامي ډلې جوړې کړې او په خبره یې دوی به خپل نظامي قوتونه لا پياوړي کړي.
دا غونډې او په یادو غونډو کې له خلکو سره وسلې په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د ډېریو کورنیو او بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې، که افغان حکومت او طالبان د امریکايي سرتېرو له وتلو مخکې یو سیاسي توافق ته ونه رسېږي، لرې نه ده چې هیواد به یو ځل بیا د کورنۍ جګړو پر میدان بدل شي.
په رسمي غونډو کې د ناقانونه وسلهوال کسانو ګډون او د خپلو نظامي قوتونو نمایشونه هغه څه دي، چې هیواد له بې ثباتۍ سره مخ کولی شي.
































