د ولسي جرګې غړي وایي د هېواد په ځینو ولسوالیو کې جګړې روانې دي او عامو خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، د غزني او کندهار په ځینو ولسوالیو کې جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. نوموړي همدا راز پر مرستندویه اداراتو په تېره د کډوالو چارو وزارت او نورو اړوندو اداراتو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې له بېځایه شوو وګړو سره اړینې مرستې وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې روان وي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي او عام خلک به له بېلو اړخونو زیانمن شي. د ولسي جرګې نورو غړو هم اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی او پر ښکېلو لورو یې د سولې او اوربند غږ کړی دی.
































