د راپورونو له مخې د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکايي ځواکونو پر هغه اډه توغندیز برید شوی چې ځينې امریکایي او ددغه ځواکونو قراردادیان پکې مېشت دي. ویل کېږي چې پنځه توغندي پر یاده نظامي اډه لګېدلي خو چا ته زیان نه دی اوښتی. تر اوسه هېڅ ډلې ددغه بریدونو مسوولیت نه دی منلی. په وروستیو میاشتو او اونیو کې په عراق کې د امریکا پر ګڼو اډو او ديپلوماتیکو مرکزونو راکیټي بریدونه کېږي چې وخت ناوخت مرګ ژوبله هم اړوي.
































