د ولسي جرګې غړي وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د بشري ناورین سبب شو او څومره ژر چې له دې ځایه ولاړ شي د هېواد په ګټه ده. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د امریکایي ځواکونو په راتګ سره نه یوازې دا چې ترهګري ختمه نه شوه، بلکې لا ډېره شوه او د نشه يي توکو په قاچاق کې ډېروالی راغی. د وکیلانو په خبره څومره چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي دومره دلته د ناورین او جګړو سبب کېږي. وکیلانو دغه راز وویل چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري له همدې امله نور د ناټو او امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده. دوی پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، مذاکرات وکړي، اوربند وکړي او دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.
































