د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد کمیسیون زیاته کړې چې تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو په چاودنو، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو او هدفي بریدونو کې ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. د دغه کمیسیون په وینا، وژل شویو کې ۴ ښځې او اته ماشومانو او دغه راز په ټپيانو کې څلور ښځې او ۱۷ ماشومان هم شامل دي. یاد کمیسیون د ملکي تلفانو پړه پر طالبانو او ناڅرګندو وسله والو اچولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغه کمیسیون د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند غوښتنه کړې ده.
































