کورډ اکشن مجلې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړې ته په اشارې یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي بلکه له دې وروسته یې امریکایي جنګي قرارداد یانو ته سپاري. راپور کې وړاندې راغلي چې بایډن د افغان جګړې پای ته رسېدو ته اراده نه لري. راپور کاږي، بایډن د سرتېرو د ایستلو خبره د عامه ذهنیتونو د تېر ایستلو لپاره کړې ده او نوموړی غواړي چې د جګړې دوام لپاره په افغانستان کې زرګونه جنګي قراردادیان، ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پرېږدي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې که څه هم امریکا وایي چې په افغانستان کې دوه زره او پنځه سوه سرتېري لري خو حقیقت دا دی چې په افغانستان کې زرګونه د سي ای اې مامورین چې په پرمختللو وسلو سمبال دي حضور لري.
































