افغان حکومت یو ځل بیا ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل به د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي. د کابینې په غونډه کې ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان سره د نړیوالو د همکاریو د ختمېدو په مانا نه ده، بلکې د نړیوالو، امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سولې ملاتړي دي، خو تر څنګ یې پر امنیتي ادارو غږ کړی دی چې د افغان ځواکونو د لا ډېرې پياوړتیا لپاره اقدامات وکړي څو د خپل هېواد مستقلې دفاع ته تیار وي. د کابینې په غونډه کې همدا راز ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به لویه جرګه رابلل کېږي او په هغه کې به د افغانستان د بېطرفۍ د اعلان غوښتنه کېږي.
































