اروپايي ټولنې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي د اوکراین په شمال کې د بېلوتنپالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي چې ورسره جوخت روسیې له اوکراین سره پر پوله ۱۵۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. اروپايي ټولنه وایي وړه لانجه د سترې جګړې سبب کېدلی شي. سرچینه کاږي دا لومړی ځل دی چې روسیه په سیمه کې دومره شمېر سرتېري ځای پر ځای کوي. په اوکراین کې له تېرو شاوخوا اوو کلونو راهیسې د روسیې له ملاتړ د برخمنو بیلتونپالو او حکومت ترمنځ جګړه روانه ده چې تر دې دمه پکې شاوخوا څوارلس زره کسان وژل شوي دي.
































