افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی. د ملي دفاع وزارت د کمانډو کنډک د ځانګړو عملیاتو مطبوعاتي برخې ویلي چې سرتېرو یې تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي. په دې عملیاتو کې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی چې شاوخوا اته ویشت زندانیان ترې راخلاص شوي دي. سرچینه کاږي چې یاد کسان ټول ملکي وګړي وو. افغان ځواکونو دا هم ویلي چې په دې عملیاتو کې یې شپږ طالب وسله وال هم وژلي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































