افغانانو ته په کار ده چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره سره یو لاس شي. د افغانستان لپاره د بلغاریا پخواني سفیر دې هېل نشریې ته په یوه استولې مقاله کې لیکلي چې نړیوالو په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکارۍ کړې دي او اوس ددې وخت دی چې بهرني ځواکونه له دغه هېواد ووځي. په دې مطلب کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او زیاته کړې یې ده چې ښايي طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او په افغانستان کې اوسنۍ لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي. د مطلب لیکوال پر افغانانو غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د سیاسي او نورو مخالفتونو پر ځای سره یو ځای شي او د خپل هېواد د ژغورلو لپاره دې په ګډه هڅه وکړي.
































