نشنل انټرسټ خپرونې په یوه لیکنه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه یوه زړوره پرېکړه وه. لیکنه کې راځي، افغان جګړې او له دغه هېواد څخه د سرتېرو ایستلو د امریکا درې ولسمشران له ننګونو سره مخ کړي وو خو بایډن چې زوی یې د پوځ مامور و مسائلو ته متفاوت لیدلوری لري. لیکنه دغه راز کاږي چې اوس امریکایان تر ترهګرۍ ډېر له نورو مسائلو ځورېږي او دا هغه څه و چې بایډن ته یې زړه ورکړ څو هغه پرېکړه وکړي چې تر ده وړاندې درې ولسمشران یې حیران کړي وو. نشنل انټرسټ وایي، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو یوه میاشت وروسته په سلو کې ۷۱ امریکایانو په خپل هېواد کې د ورته پېښو د بیا تکرار اندېښنه ښودلې وه خو په ۲۰۲۰ز کال کې بیا په ترسره شوې نظرپوښتنه کې ترهګري هغه مسئله وه چې د لیست په پای کې راغلې وه. د خپرونې په خبره، امریکایان اوس له ترهګرۍ ډېر نژادي تبعیض، جنایي جرمونو، بې کارۍ او اقلیمي بدلون ته اندېښمن دي.
































