سره له دې چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هڅې روانې دي، خو تر څنګ یې په هېواد کې جګړې هم شدیدې شوې دي. د وروستیو راپورونو له مخې، روانه جګړه هره ورځ ملکي وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اړوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د روانو جګړو له امله وېره په زیاتېدو ده. یوازې تېره اونۍ په هېواد کې څه کم اتیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا په دوحه کې بیا بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي او دواړو لورو له اونیو راهیسې لیده کاته نه دي کړي.
د دوحې د هوکړې مهم مورد دا و چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او تر څنګ به یې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. تر دې دمه امریکا طالبان په دې تورنول چې ګواکې د دوحې هوکړه یې نه ده عملي کړې او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی، خو اوس طالبان وایي چې امریکا پر ژمنه عمل ونه کړ او پر ټاکلې نېټه یې سرتېري له افغانستان ونه وتل. له دې ناندریو وروسته په ډېرو ولایتونو کې ناامنۍ ډېرې شوې او ملکي مرګ ژوبله یې هم لوړه کړې ده. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوه راپور پر بنسټ، یوازې په یوه اونۍ کې په هېواد کې ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې ۳۹ یې وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د دې تلفاتو لامل د سړک غاړې ماینونه، مقناطیسي ماینونه او هدفي بریدونه دي. یاد کمېسیون د مرګ ژوبلې د اوښتو ډېره پړه پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اچولې ده. له دې سره هممهاله یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په ډېرو ولسوالیو او ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ ډېرې نښتې هم رامنځ ته شوې دي. په دې لړ کې شاوخوا ۱۴ افغان سرتېري وژل شوي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې لسګونو طالبانو ته یې هم تلفات اړولي دي.
د یادو پېښو تر څنګ د غزني، زابل، کندهار، هلمند او بدخشان په ځينو ولسوالیو کې نښتې اوج ته رسېدلې دي. وړمه ورځ هم د ولسي جرګې ډېرو غړو په خپلو څرګندونو کې په هېواد کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د یادو ولایتونو په ولسوالیو کې د نښتو له امله زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی وایي چې د جګړې ښکېل لوري باید ژر تر ژره اوربند وکړي، ځکه د بهرنیو سرتېرو د وتلو نېټه کره شوې ده او طالبانو ته نه ده پکار چې د افغانانو پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکړي.
بلخوا په دوحه کې بین الافغاني خبرې هم په ټپه ولاړې دي. په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ځینو غړو رسنیو ته ویلي، چې له څو اونیو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ هېڅ راز لیده کاته نه دي شوي. د دوی په خبره، مذاکرات دمګړۍ په ټپه ولاړ دي او هېڅ راز پرمختګ پکې نه تر سترګو کېږي.
د استانبول غونډې ته بیا تیارۍ روانې دي او افغان حکومت په دغه کنفرانس کې د خپلو استازو د نوملړ پر نهایي کولو بوخت دی. طالبانو بیا ویلي چې د ترکیې کنفرانس د افغانستان لپاره مهم دی، خو دوی تر هغه وخته د افغانستان په اړه په جوړېدونکو کنفرانسونو کې ګډون نه کوي چې بهرنيان په افغانستان کې حضور ولري او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. بلخوا پاکستان بیا دا ژمنه کړې چې له طالبانو سره پر خبرو بوخت دي او هڅه کوي چې دغه ډله د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوی. اروپايي ټولنې هم په خپلو تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي او د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره دې په خپلو کې سره سلا شي.
































